

ملا لتاړ
عاشقانو لار صحيح کړه، فاسقان دی کل غلط
هر مومن د خدای بنده ګی کا، کافران دی کل غلط
بيداران تل بيداری کا، شپه و ورځ خدای ته زاری کا
ځکه خوښ په غفلت نه دی، غافلان دی کل غلط
عارفان مدام ژړا کا، شپه ورځ کار د عقبا کا
ودنيا ته چې هوس کا، دا کسان دی کل غلط
پاڅه يون په شريعت کړه، له زړه لری بل فکرت کړه
هر چې ناز په دا دنیا کا، نادانان دی کل غلط
دانا کار د آخرت کا له جمله بدو نفرت کا
هر چې ناز په دا دنیا کا، نادانان دی کل غلط
له هر چا سره دوستی کړه، په ځان ناست اوسه خوښی کړه
ظلم مه کړه په چا باندې ظالمان دی کل غلط
زه (لتاړ) به کار د دین کړم، په دا چارو به امين کړم
له خوديه به توبه کړم خودبينان دي کل غلط