

ملا لتاړ
په دنیا کې نادر کار دی د اخلاص
چې کل خلق خدمتګار دی د اخلاص
بيګانه به په يوه خبره خپل کا
چې وچاو څخه ګفتار دی د اخلاص
هغه کس به تر مقصوده پوری ورشي
چې رروان مدام په لار دی د اخلاص
خوانا، خوا به د یقين ګلونه پرې کا
چې څوک ګډ په لاله زار دی د اخلاص
د دښمن سپینی به غوڅی هغه کس کا
چې په لاس یې ذوالفقار دی د اخلاص
و(لتاړ) وته ناری کړی که سودا کا
لګيدلی نن بازار دی د اخلاص