

ملا لتاړ
کښې دې نښود چرې ګوش
د دې دهر په خروش
ليونی شوي په دنیا کې
چې دې حق کړ فراموش
زرين رخت دې څرګند نه که
مدام شوې بور يا فروش
په زړه تور لکه تبۍ شوې
په ظاهر شوې سفيد پوش
له وحد ته ګريزان شوې
می دې کړه د غفلت نوش
د طاعت په کاروبار کې
چرې را نه غلې په جوش
يا ويل د (لتاړ) نه اورې
یا له شرمه شوې خاموش