...

ملا لتاړ

هر یو کس چې په دنيا کاندي هوس

 لکه طفل په بريښنا کاندي هوس

په سبا چې ترې خالی منګولی درومی

 ترونن څه لره په دا کاندي هوس

وعارف ته دا دنیا توره بلاده

 خوار کا ځان چې په بلا کاندي هوس

نادانان دی چې پرې خاندی هوسيږی

 په دنیا کله دانا کاندي هوس

سيم و زر چې ورته خاوری څرګنديږی

 هم هغه به په عقبا کاندي هوس

چې ځان خلاص کاندي د دی دنيا له غمه

 وهغو ته خدای عطا ندی هوس

تر هغه به بل نادان نه وي (لتاړه!)

چې د دهر په سودا کاندي هوس