...

ملا لتاړ

مهرويانو که جفا نه کړه هرګز

 عاشقانو به ژړا نه کړه هرګز

که له ګله سره خار نه وای له تنه

 بلبلانو په چغار نه کړه هرګز

که د شمعی رڼا شپه ورځ يکسان وای

 پتنګانو به جلتيا نه کړه هرګز

که په هجر کې خوښی وای خواری نه وای

 مهجورانو به غوغا نه کړه هرګز

که هيڅ غم د زمانی ور سره نه وای

 پاس مرغانو به هوا نه کړه هرګز

په عقبا کې که فردوس وای سقر نه وای

 صالحانو به تقوا نه کړه هرګز

که کريم وای خدای قهار نه وای (لتاړه!)

دې بنده ګانو به پروا نه کړه هرګز