...

ملا لتاړ

چې څوک مينه په دلبر نه کا هرګز

 له هجرانه دی خطر نه کا هرګز

دغه عم د عاشقانو په نصيب شه

 واويلا دی هر ابتر نه کا هرګز

پتنګان دی تل پرواز لری په جوره

 زاغ وبوم دی چشمان تر نه کا هرګز

بلبلان دی ژړا کا د عشق له جوره

 تور بورا دی پرې ګذر نه کا هرګز

دا عاشق دی چې تر سر ومال تير دی

 دغه نیت دی هر پسر نه کا هرګز

چې په سير کې طلب د آشنا نه کا

 نوم دی څوک د قلندر نه کا هرګز

چې فارغه وي د عشق له کاروباره

 ګشت دی ډير په بحروبر نه کا هرګز

معشوقه به دی ډير خوار کاندي (لتاړه!)

 په آسانه به خوله در نه کا هرګز