

ملا لتاړ
په بهار پسې به وي خزان د عمر
شين به نه وي هميشه بوستان د عمر
چې موندلی یې وصال چا په دنيا دی
خود به ووینی هغه هجران د عمر
تل تر تله به یې مقام په يو ځای نه وی
کوچ به وکا عاقبت کاروان د عمر
شپه و ورځ کاندي رفتار تحمل نه کا
لکه بحر دی قاصد روان د عمر
که اټکل ور ته څوک وکاندي يارانو
ور معلوم به شي کوتاه ميدان د عمر
که په ښه شان څوک د زړه سترګی بينا کا
په هر دم کې شي لیده نقصان د عمر
د اميد پټی به ستا وچ شي (لتاړه!)
تل به نه وي اورندی باران د عمر