...

ملا لتاړ

لکه ګرځي چې آسيا د ګردون زر، زر

هسې ګرځي زما نه د بيلتون زر، زر

هسی تير زموږ د کول عالم شه واړه

 لکه تيره چې شوه ورځ د پرون زر ، زر

لکه زر زر په دنيا کې وو راغلی

 هم دا هسی له دنیا نه شو ستون زر، زر

لکه باد چې تيز روان په د امان درومی

 که یې دارنګه وګور وته يون زر، زر

هسی زر زر مرګ لحد وته روان کړه

 لکه ګډی بيایې کورو ته شپون زر، زر

د اجل نقيب ناری وهی(لتاړه!)

 ټول اسباب کړه په تلوار د ژوندون زر، زر