...

ملا لتاړ

مه نازيږه په وفا د فاني عمر

 وفا واړه ده جفا د فاني عمر

رسولی هيڅوک نه شي تر مزله

 ملګيری ده بيوفا د فاني عمر

د بريښنا په څير کا يون په هر نفس کې

 رفتار تيز دی له هوا د فاني عمر

په تلوار تلوار توښه د آخرت کړه

 اميد مه کړه په بقا د فاني عمر

په ياری په آشنایې یې غلط مه شه

 دوستی نه شي له هيچا د فاني عمر

دا خبره ته د زړه په غوږو واوره

 شي له تا به يار جدا د فاني عمر

نن د وار دی که (لتاړه!) ننداره کړی

 ګل به نوي مدام وا د فاني عمر