

ملا لتاړ
ناداني شوه په تا زور
چې دوستي کوې د اور
د غفلت شونټی په لاس کې
پرې سيزی د خاطر کور
له ښه خدايه بيرته ګرځی
شوي و پت وه نسکور
په بدي پسې تل ځغلې
په نیکې شوې کر و کور
له براقه دی ځان پرې ايست
شوي په خره د پاسه سور
د تبې تور کې دی واخيست
په خپل لاس دی که مخ تور
د حيا د ستار دی کوز که
له حرصه شوي سر تور
خپل عيب نه وینی په سترګو
کوي بل وته پيغور
د دين کار دې فراموش که
کړی عبث کارونه نور
پيرندی نه شي نادانه
په یقين د زړګی چور
خبر نه شوي په دنیا کې
د دنیا په شر او شور
غوڅوي سپینی په خپله
د غفلت په تيره لور
در معلوم به شي(لتاړه!)
خپل عمل درته په ګور