...

ملا لتاړ

تير دې که درست عمر د دې دهر په بازار

 نه شوې د غفلت له خوابه هيچېری بېدار

تل د درد و غم سودا کوي په دا دنيا کې

 کور و کر دی ځان که د توښی په کاروبار

ګډ دی هوښيار ځان که په مجلس د نادانانو

 درومې وخزان ته کوي تيښته له بهار

ړوند شوي په بېنا سترګو هيڅ فهم دليل نه کړی

 سم په لاره نه ځی کړی په غنمو کې رفتار

ريز مريز دی ځان د فانی دهر په روزګار که

 نه شوي له اخلاصه وبندګی ونه تيار

دانګی و سره اور ته هيڅ دی ويره پروا نه شي

 ولی بې وقوف شوي ځان سيزی د غم په نار

تيغ له خپله لاسه په مری باندې راکاږی

 هسی نه پوهيږی چې به ځان کړم پرې افګار

بار د مصيبت دی پاس په سر کيښود(لتاړه!)

 ودی چيری نه که وطاعت و ته اختیار