...

ملا لتاړ

که لذت غواړې د مستې د رخسار

 زړه مشغول کړه تل د نيکو په روزګار

اول ترکه کړه دنيا په دا دنیا کې

 بل صورت کړه په محنت تر خاورو خوار

نام و ننګ دواړه تر پښو لاندی پايمال کړه

 په سر کيږده د تهمت کښلی دستار

په ژړا ژړا ته سره دواړه ليمه کړه

 جوړ په مخ د سپينو اوښو کوه قطار

کور کيږدی د دی دنيا په ار پسی کړه

 قندر شه کړه طلب د خپل دلدار

کل آرام په ځان حرام کړه که عاشق

 روغ صورت د يار په مينه کړه بيمار

که يار سر و مال له تا په هر دم غواړی

 ورته نذر سر و مال کړه په هر وار

هر فرمان یې کړه قبول په دوه چشمانو

 که سلطان یې شه و يار ته خدمتګار

د رضا جلب په لاس د آشنا ورکړه

 چې دی بيایې کړه هغه لور ته رفتار

د زړه خون بيرون له سترګو کړه(لتاړه!)

 دا سا ده نمری پر رنګ کړه ګل انار