

ملا لتاړ
که اميد لری له خدایه د ديدار
په دنيا شه له جمله بدو ويزار
ناروا چارو ته شاکړه که عاقل یې
زړه مشغول کړه تل د نيکو په روزګار
په تاریکه شپه کې سپينه کې سپينه لار صحيح ده
کوه يون په دغه لار که یې هوښيار
چې بهبود درته ليده په کې د ځان شي
شه طالب په دا دنيا د هغی چار
سنګين زړه دی موم په کار د عبادت کړه
په هر دم شه له ګناهه توبه ګار
خپل عمل ته شه ناظر د زړه په سترګو
د غفلت له خوب و خياله شه بيدار
که ساتی صورت له غمه له اندوهه
رفتار مه کوه هرګز د غم په لار
که په کار دی محبت د حق تعالی دی
کړه ساکته ژبه ته له بد ګفتار
که ويريږی په دوه کونو له آزاره
په ناحقه مه کړه زړه د چا آزار
په فانی عمر اميد د بقا مه کړه
عاقبت به له دی سرایه کړی رفتار
ملا کړه ټينګه نن طلب کوه د نيکو
د سبا د ورځی مه کوه اقرار
د مطلب سودا تل پيره په وجود کې
د عبثو چارو مه شه خريدار
دوست دښمن معلوم د زړه په آيينه کړه
د عمل وست ترې ساته خبردار
د توشي په زير مه ګرځه څو ژوندی یې
نظر مه کړه د دنيا په کاروبار
حاجت ته له بې حاجبه مدام غواړی
له فانی وګړی مه شه طمعه دار
پرهيزګار شه له دی پوچې ګفتګويه
ثنا خوان هميشه د کردګار
د نیکې په لومه ونښله(لتاړه!)
د بدی په دام کې مه ګرفتار