...

ملا لتاړ

خود به وکا د ځان وير

 که بادشاه دی که وزير

د اجل پياله به نوش کا

 که ګدای دی که امیر

خود به خاوری شي دا سترګی

 چې کاته کا په ځير ځير

دا فلک وږی ليوه دی

 خود به مات کاندي فقير

جلاد تیغ دی چلولی

 قتل کاندي د دست ګير

دا دنیا يوه خته ده

 دا وګړی دی تصوير

خود به صافه دا تخته کا 

 چې فلک دی ورته خير

چاپيره تر هر ګردن شه

 د مرګی طوق وځنځير

خلاص به ځان له مرګه نه کا

 څوک به عقل په تدبير

خود به ورسی هر چا ته

 خپل لیکلی د تقدير

د فلک له ډيره جوره

 (لتاړ) وکه دا تفسير