

ملا لتاړ
نن به خپل دلدار لره ليږم د غم کاغذ
پټ به له غمازو ستنوم د غم کاغذ
ګوتی مې قلم دی د زړه وینی مې سياهی ده
سور به په سرو وينو ولیکم د غم کاغذ
ناست يم په دنيا کې له دنيا ورخه فارغه
هيڅ مې په کار نه دی جوړوم د غم کاغذ
زړه مې کا موجونه صبر نه کاندي يارانو
اوښی مې درياب شوي لوندوم د غم کاغذ
ډوب په دا فکرت يم چې خطا مې نه وي کښلی
ګرځم کور په کلی لولم د غم کاغذ
ورکه ما (لتاړ) کاغذ قاصده يو وړ دلبرله
شمارمه شپی ورځی يادوم د غم کاغذ