

ملا لتاړ
را استاوه له نازه چې آشنا زما کاغذ
دارنګه یې وو کښلی دلربا زما کاغذ
وي یې د هجران له غمه مه ژاړه مهجوره
در به شم بورجل له کښيږده دا زما کاغذ
مه درومه بازار ته د فانی سودا د پاره
ليری له زړه غم کړه، کړه سودا زما کاغد
اوښی پاکيزه کړه له غمونو شه فارغه
خوږ که دی خاطر وی، دی دوا زما کاغذ
لری به اندوه کا له تا درد به دی پرې نږدی
کا به دی غوټی د زړګی وا زما کاغذ
ووځه له نابوده شهره بيل کنناره کښينه
لوله په ښه مينه په بيديا زما کاغذ
ډار له رقيبانو هر ګزمه کوه(لتاړه!)
جنګ لره ور درومه کړه پيشوا زما کاغذ