...

ملا لتاړ

آګاه نه شوې په خپل اصل په بنياد

 تير دې عمر په دنيا کې که برباد

د غفلت په اور دی خپل سر لوغړن که

 د وحدت له جوپه ګرځی په هيواد

روغ صورت دی شمار په مثل د رنځور که

 په ناحقه شپه و ورځ کوي فرياد

زوړند سر دی په زنو د پاسه کښيښود

 غمزده دی تش په توره که زړه ښاد

له مقصوده لری ته په نادانی شوی

 سروهلی په جهان ګرځی نامراد

کوتاه ژبه دی په بدو ګړه درازه

 په ګفتار کې پيری ځان لره فساد

تفاوت دنيکو بدوهرګر نه کړی

 يک همان ځی په غره، سمه لکه باد

فراموش دی کل زورګار د عاقبت که

 په فانی روزګار مستی کړی اجتهاد

په ډير غم د دنيا نرم لکه موم شوی

 د عقبا وغم ته شوي لکه پولاد

په رښتينی ګفتګوي دی باور نه شي

 په کاذب ګفتاری دی وکه اعتقاد

د حرص په دام کې ونښتی(لتاړه!)

 په ارمان به ترې اوس ځان نه کړی آزاد