...

ملا لتاړ

چې په امر دي روان د محمد

 هغه واړه دي دوستان د محمد

غم به لری له خاطر کا هغه خلک

 هر چې یون کا په فرمان د محمد

خدای به ور و هغو بخری د ښادی کا

 چې هر څوک دی ثنا خوان د محمد

حق تعالی به یې حاصل کا مراد د زړونو

 چې د دین دی طالبان د محمد

عاقبت به د مقصود ګلونه پرې کا

 چې دی ګډ په ګلستان د محمد

خدای په خلاص هغه کسان کا له عذابه

 چې ولور ته دی روان د محمد

خوار به نشي هغه خلک په دوه کونو

 په ويل چې دی پوهان د محمد

درد و غم د هغو عالمو نه وی

 چې پوکې اسم په ځان د محمد

خوښ به رب هغه کسان کاندي(لتاړه!) 

 چې خوښيږی به بېان دمحمد