

ملا لتاړ
چې په چا شي برابر دلبره ستا مخ
کا په مينه یې اوتر دلبره ستا مخ
له دنيا روخه ګوښه کناره يون کا
لټوي په بحر و بر دلبره ستا مخ
دګدا په څير کچکول واخلی په لاس کې
غواړی ګرځی په هر در دلبره ستا مخ
د دنيا خوبان تور مخی ور ښکاره شي
چې یې کښيوځي په نظر دلبره ستا مخ
د فاني چارو یې ځای په زړه کې نه وي
چې کا ځای د زړه په سر دلبره ستا مخ
سيم و زر یې تر نظر شي توری خاوری
ورڅرګند شي سيم و زر دلبره ستا مخ
په ليدو به نمر سپوږمې کاندي بې آبه
دی دا هسی منور دلبره ستا مخ
چې یې نشته دی بها په دواړو کونو
خدايږو هسی دی ابدار دلبره ستا مخ
نور صفت یې زه (لتاړ) کولی نه شم
خو له واړو دی بهتر دلبره ستا مخ