

ملا لتاړ
هر چې غواړي په ژړا کې د آشنا مخ
ورنما شي په خندا کې د آشنا مخ
د عاشق په فانی چارو غرض نه وی
لټوي په دا دنیا کې د آشنا مخ
بې فایدی ناری سوری عاشقان کا
وي عرض یې په غوغا کې د آشنا مخ
که نور خلک د نور چا ثنا صفت کا
عاشق ستا یې په ثنا کې د اشنا مخ
چې عاشق شي کورو کلی ته شاکا
غواړی ګرځی په بيدا کې د آشنا مخ
د هغو سودا به تل وي نفعه منده
چې مطلب کا په سودا کې د آشنا مخ
چې طلب نه کا اميد کاندي (لتاړه!)
وبه نه وینی په دا کې د آشنا مخ