

ملا لتاړ
وظيفه چې شب روز کا د آشنا مخ
خود به ووینی په سترګو د آشنا مخ
توره شپه به پرې ښه خدای روښانه ورځ کا
که په کور کې ور څرګند شي د آشنا مخ
له نقابه به سپين مخ ور ته ښکاره کا
که زرغون کا په زړګی کې د آشنا مخ
د مقصود غشي به خود پرې برابر کا
که څوک نخښه په خاطر کا د آشنا مخ
له هجرانه به په وصل بهره ورشي
يادوي چې په دنيا کې د آشنا مخ
پس له مرګه به یې نور وګړی ستایې
هر چې ستایي په دا دهر د آشنا مخ
په فانی بازار سودا نه کا(لتاړ)
ور ښکاره چې سود سودا شي د آشنا مخ