

ملا لتاړ
يادوم ځکه هر دم د دلربا مخ
چې بل نشته دی په دارنګ زيبا مخ
آينه به په کې خپل عکس ووينی
که له نازه کا یوځله ورنما مخ
عقل هوش به د دی خلکو پاتو نه شي
که ښکاره کا له نقابه په خندا مخ
مصفا به کا خاطر د نورو جونو
که له مهره ورښکاره کاندي صفا مخ
ثنا ګوي به نور اشيا سړی، پيری شي
که یې ولید په دنيا کې د ثنا مخ
عشقان مدام تلاش د معشوقو کا
ور ته هيڅ شي په خاطر کې د نور چا مخ
که رښتينی عاشقان وي په خپل عشق کې
ور څرګند به په رښتيا کاندي آشنا مخ
دا فانی مخونه مه ګوره(لتاړه!)
لټوه په خپل انګړ کې د بقا مخ