...

ملا لتاړ

چې مشغول ستا په ثنا شه زما روح

 نور ويزار له دی دنيا شه زما روح

له جمله کاره فارغ شه په دا دهر

 شپه و ورځ په طلب ستا شه زما روح

نظر نه کا د دنيا سود و سودا ته

 چې اګاه ستا په سودا شه زما روح

لکه عشق د پتنګانو وي په شمع

 هسی رنګ په تا شيدا شه زما روح

چې له غيرو یې توبه کړه ستا په مينه

 ځکه دارنګه صفا شه رما روح

آشنایې یې د دی خلکو فراموش کړه

 چې له تا سره آشنا شه زما روح

زه (لتاړ) چې آګاه ستا په محبت شوم

 له دنيا رخه جدا شه زما روح