

ملا لتاړ
زړه مې ګډ بېا په غوغا شه الغياث
ګرفتار په څه بلا شه الغياث
ما وې درد به مې څه کم د خوږ خاطر شي
ولې لا پسې سوا شه الغياث
قراري مې په دنیا کې پاتې نه شوه
چې جدا له ما آشنا شه الغياث
دغه نورو وګړی هم له غمه ژاړی
خو که بخره غم زما شه الغياث
تاریکي چې په چشمانو هسې راغله
ودان کور راته بيديا شه الغياث
نه یې ويره شي له خدايه نه یې ترس
خوي خصلت یې کل جفا شه الغياث
دا دلبر نه دی چې جور کا (لتاړه!)
بل رقيب تر ميان پيدا شه الغياث