

ملا لتاړ
تير که تير که تا شيرين عمر عبث
شوي په نه څه کار کې ته اوتر عبث
په سبا به ترې خالی منګولی درومی
ټولوي نن په ځولی کې زر عبث
بې له زيانه په کې سود نشته خبر شه
بدلوي په خر مهرو ګوهر عبث
تر منزله به یې یو نه سی هوښياره
ايښی تا دی دغه بار په سر عبث
عمګين زړه به له غمونو فارغ نه کړی
ږدی له غمه په سره اور ټټر عبث
يک تنها به ترې روان شي که پوهيږی
ګرځوي به ځان پسی لښکر عبث
ستا مطلب دی ستا په غولی کې (لتاړه)
لټوي ورپسې بحر و بر عبث