...

عبدالقادر خان خټک

څو بدل په عبادت نه کړي عادت
 بيا به نه مومي لذت د عبادت

چې سبب یې د دوزخ زما کشتن دی
 بيا به نه مومم دا هسې شهادت

په نکريزو د ناز پښې د ليلی سرې دي
 هوسۍ درومي د مجنون په عيادت

سيادت به د طاوس نه د همای وو
که مونده شوی په چوري یې سيادت

د استاد په سعې کله ذکا مومي
 چې مفطور وي هغه څوک په بلادت

چې هيڅوک یې نه پښتنه نه ماتم کا
 هغه مرګ دلې هُورې دی سعادت