

ملا لتاړ
پريږده پريږده په خوښي د آرام کټ
مه کلکيږه د خراب زړګي په هټ
مرګ حق بولی ولی زيرمه د مرګ نه کړی
در پوهيږم تو دوي وځانته بټ
په اميد اميد به خو په دنيا پایې
يوه ورځ به دی روان کاندي څټ وټ
په هوس د فانی دهر مه نازيږه
عاقبت به وژړيږی په ورټ ورټ
په سبابه دی هيڅ ونه له لاسه
نن دی وار دی که وکاږی د زړه وټ
د صراط په پله ګذر په نيک عمل شي
د کم بختو سره پسی نه کاندي مټ
(لتاړ) لږ ویل په ډيرو باندې نيسی
که څوک وګوری په ځير د سترګو غټ