

ملا لتاړ
په نا اهل سترنج ږدي د ګومان ګوټ
وتی نه شي د هوا حرص له کوټ
دا چې نن پرې ته مشغول په دا دنيا یې
دا سودا به شي ستا درباندې تروټ
عبث غم دی په تندي باندې انبار که
بيا به نه مومې هيڅ سود له دغه پوټ
نور عالم کا کار د دين ته دی دنیا کړی
بې ګور مه څروي د یقین جوټ
د اخلاص دندان دی نشته دی په خوله کې
پرېکوي د مراد نمری، له کلکه روټ
يوه ورځ به دی زخمې کا په زړه باندې
وبه نه نغړی د مرګ له بده چوټ
عاقبت به شي ذری ذری(لتاړه!)
د صورت ښيښه به څو وړی روغ رمټ