...

ملا لتاړ

غره مه شه د دې غمر په حيات

 خود به وخورې په زړه غشي د ممات

خدای مختاره په دا خپله سودا ته کړی

 که شړی په بها پيری که نبات

د هغه جهان لذت به دلی نوش کړی

 که دی يون شي په حدیث او په آيات

که بيړی کړی د طاعت په درياب ګډه

 غنی خدای به دی آسان کا مشکلات

لکه ګل هسی به واغونچې د زړه کړی

 که ګویا شي په صفت د حق د ذات

ولايت موند په محنت په مشقت شي

 په تش نيت دی چا موندلی کرامات

ولی ته هغه روزګار نه کړی(لتاړه!)

 چې ارمان ورپسی کړی په عرصات