

ملا لتاړ
لکه ړوند به بازار ګډ یې د ناسوت
تل په ځای د انګبينو پيری شوت
په باطنو کې خريد د خر مهرو کړی
په ظاهر کې لټوي در و ياقوت
بې فایدی عمر د تير که په دنیا کې
خبر نه شوي په اسرار د خپل تابوت
يو ذره له خپله ځانه آګاه نه شوی
کړی خبری د لاهوت د جبروت
سر دی نمری په بها نه د فقيری کړه
ټولوي پرې هميشه د ګيډی قوت
تل تر تله به خلاص نه یې خوبه کښيوځي
لکه مچ هسی په خوله د عنکبوت
په دا خپل عمل غرور مه کړه (لتاړه!)
شوه په کبر بنديوان هاروت ماروت