

ملا لتاړ
چا چې چښلی ستا د شونډو دی شراب
هغه ګرځي په دنیا مست و خراب
برهنه یې د ناموس له نمر و ځان که
چې غوټه شو ستا د غم په لوي درياب
هسی نه چې دی ستا غم په یوه کس وی
درست وګړی ستا په غم کې دی غرقاب
ګفتګوي د تا له ذکره نور څه نه کا
مطربان چې ټنګهار کا درباب
که مجلس د بت پرستو مې خورو دی
اخلی ستا اسم په بت په ميوناب
سنډا سی ستا تلاش کاندي په ايرو کې
ملا ښوری ستا له درده په کتاب
که وګړی د آفتاب په خانه کار کا
ستا د مخ په رڼا يون کاندي آفتاب
زه (لتاړ) به له فانۍ کاره فارغ شم
که زړګی مې ستا په مينه شي کباب