

عبدالقادر خان خټک
ما
چې فهم وکړو د دې دور په بر بست
شکست یې په درستي کې دی درستي یې په شکست
هيڅوک
هوښیار نشته د دنيا په خرابات کې
څوک مستي په می کا څوک د يار په شونډو
مست
سل ځله پياله د صافو ورکړه ترې
واوړي
هر چې یې پياله د دُر د نصيب وي په الت
پاڅي ستا په ناسته غم اندوه، له ما
نه لاله
جګي جګي! تل کړه دا برخاست او دا نشست
څه
نسبت د مينې چې فرښته به یې په سپي کا
خاندي و رقيب ته يار همه زما په قست
هر
چې معنوي فقر یې بیامونده له حقه
لا به محبت د زړه په نيست لري تر هست
لوی
هلک به واړه آخر تا ته و جار وزي
ځان که لکه مزکه کړي عبدالقادره پست