

عبدالقادر خان خټک
هيڅ
له کبره نظر نه کاندي وخوار ته
ښایسته په معنی زر درومي زردار ته
خوش
رویې له خوشخویي سره زيب کا
ووايه هغه دلبر د ېل آزار ته
خط د خپلې پريشانی یې پکې لولم
چې نظر وکړم د کښليو وعذار ته
په اميد یې د وصال لکه خليل ځم
په خندا په خوشحالی په هوس تار ته
ما په خوب کې مياشت ليده په ګريوانه کې
مُعبر وې يار به دریېشي کنار ته
چې
په نيشت د دنيا خوښ په شته دلګير وي
د هغه فقيري ښایي اعتبار ته
دا څو ورځې غنيمت د کُل ديدن دی
ولې نه راځي بلبل ونو بهار ته
چې
یې تللم په خندا خندا ديدن ته
اوس یې درومم په ژړا ژړا مزار ته
لک
او کروړ که پسې خرڅ عبد القادر کا
هم تير عمر به را نشي په بیارته