

عبدالقادر خان خټک
حاصل
کړه مقصدونه د دنيا له هره باب
آخر به په ارمان ورځنې ځې سينه کباب
دا
خرابه هيڅ امير وزير و دانا نه کړه
سعې د هغې ودانی کړه خانه خراب
د
ډيرو تږو وچاودې زهرې په دې طلب
کې
تنده ماته نشوه د هيچا له دې شراب
د
سر ويښته دې سپين شو، سپين دې نشو د زړه توری
نمر په تندی راغلی، لا ويښ نه یې له خواب
کاڼي
دي، نه زړونه چې نرمي ور څخه نه وي
ګيټي دي، نه سترګې چې بې نمه وي بې آب
حرام
دي که حلال دي خود یې بويه چې اموال دي
هيڅ ويره دې نه شي له عذابه له
حساب
مست
د دنيا کله بې اجله هوښياريږي
مستي د دنيا بده ده تر بنګ و تر شراب
خاورې
خپل وجود کړه څو لا نه یې خاورې شوی
زده کړه که دې نه زده دا خصلت د بو تراب
پروت
عبد القادر دی د غفلت په توره شپه کې
کله به راخيژي د توفيق ښکلی آفتاب