...

عبدالقادر خان خټک

که هر څو په ورځ و شپه کاندي طلب
 ور به نه شي تر مطلوبه بې ادب

تر بې سين په قرآن که نظر وکړي
 د ادب صفت دې کړی پکې رب

ادب څه دی، نيک و بد ګڼل له خدایه
 مستقيم په شريعت په روز و شب

سببونه حجابونه شول د وړاندې
مُسَبَّب نشي ليده په دا سبب

چې له شنې ونې نه سرې لمبې پيدا کا
 که له سرو لمبو بهار کا څه عجب

دواړه لب به یې هغه عاشقان ښکل کا
 چې له ياره سرومال نه لري لب

ساقي څه خو تريناکې اوبه راکړه
لوټ غمونو کړ له ما د زړه طرب

له خوږو مې دواړه شونډې صبا نښتې
 چې مې وزبيښل په خوب کې د يار لب

زړه پياله عبد القادر وينې می کړه
 د آشنا په ياد یې نوشه لبالب