

عبدالقادر خان خټک
بيا
په مخ ونيو دلربای نقاب
اِفْتَح يا مُفْتح الاَبواب
ګل
شګفته شو په هر لور د بهار
الصَّبُوحُ الصَّبُوحُ يا اَحباب
ريز
ساقي می باقي درجام
را به بانګ دَف د نی چنګ درباب
چې
تا قدم په خاورو کيښو فلک
قالَ یا لَيتَ ربّ کُنتُ تراب
چې
جُدا شوی میېن راشي بِکُن
سببي يا مُسَبِّبُ الاسباب
اور
مې قبول دی جدایي دې نه وي
هجر محبوب راس کُلِّ عذاب
ذَلَّ
من طَمَعُ، عَزّ من قَنِعَ
ځکه قانع شده اُولو الاباب
بې
خدایه ويره شِرک خفي است
وَهُوَ القاهرُ وهو الوَهَّاب
ربه
عمل مې دی همه د بدۍ
تُب عَلَیّ فَاِنک التّواب
ته
رحيمي و کريمي و غفور
زه که هر څونه ځم براهِ صواب
عبد القادر چې دا غزل کړه بيان
څوک به یې کاندي په پښتو کې جواب؟