...

عبدالقادر خان خټک

که ګذر د يار په کُوی وکړي صبا
 ووايه زمونږ پيغام په دلربا

څو قطرې زمونر په ياد مزکه توی کا
 چې په بزم د عشرت اخلي صهبا

ستا د زلفو بوی نسيم په چمن راوړ
 له مستۍ شو د غنچو قميص قبا

په ژړا مې د بڼو خاورونه توی شول
 په ليمه مې قدم ږده بې محابا

لکه ګل په بوی تر نورو ګلو ښه شي
 ښه خصلت زياتوي حسن د خوبا

نصيحت په عاشقانو اثر نه کا
 نه د پير نه د استاد نه د بابا

تله تر تله به پوندی وي لکه خضر
 که په خله ورکا دلبره لا وبا

چې مې يار له غيږې ځي د مرګ ساعت وي
 دريغه مه وی د وصال د شپې صبا

تر سايه یې د جنت خوښي یې مومم
 د خپل يار قامت و ما ته شو طوبی

له دې ملکه په عزت واته بهتر دی
 ساکنان یې حرمت نه کا د غُربا

که رښتینی حب لري عبد القادره

 بې ريباره به در درومي محبوبا