...

عبدالقادر خان خټک

کښلی مخ یې مياشت خجله کړه نمر هم لا
 قد یې سروه کړه سرکوزه عرعر هم لا

سرو لبانو یې قيمت د لعلو کم کړه
 سپينو غاښو یې بې آب کړ ګوهر هم لا

چې تنها یې همېشه په سر اخلم
 د عشق بار مې ګردون خم کړ کمر هم لا

نه یواځې په صورت جدایي خوار کړم
 په دا اور مې ننه سوزي ځيګر هم لا

چې نګهت د يار د زلفو نسيم راوړ
 مشک خوشبوی په هغه بوی شول عنبر هم لا

په لمانځه کې د يار وروځې را په ياد شوې
 د زړه آه مې محراب وسوه منبر هم لا

څو دې زړه عبد القادر سره جفا کړه

 ستا جفا به وړي په سر په بصر هم لا