...

عبدالقادر خان خټک

چې دنيا ورته ښکاره شوه بې وفا
 وُ دنيا ته به مخ نه کا بې قفا

په اصحابو به پريوانه وه بې حده
 په کفارو به وه ځوز که ښه وي دا

چې یې مخ وي د دنيا و ټولول ته
 خپل پردی ورځنې تل وي شا پشا

دښمني یې ده بهتره تر ياري یې
 په ياري کې يار خراب کاندي يوحا

دواړه لاس یې د خپل يار په وينو سره دي
 نادانانو ته ښکارېږي په حِنا

که له چا سره ياري کاندي تر سره
 لغه پسه  باندې ته هم شه شيدا

د سليمان تخت چې په باد تله آخر باد شه
 په قارون په ژوندون وشوه تماشا

په سکندر او په دارا یې وکړې چارې
 په شداد او په نمرود یې وکړې لا

د هغو چې طمع نه وه چې به خوار شو
 په دنيا کې هسې هست وو بې پروا

په ژوندوني خوار و زار حيران پريشان شول
 امته دار دی د ټکړې سبا بيګا

چې له کبره یې سم نه ویېل و چا ته
 اوس کږې خبرې اروي له هر چا

چې ويښتو یې تاب ورکړی وو سُنبل ته
 د سنبلو په دود ځای یې شه صحرا

چې به خوا پخوا پراته وو له مهرويو
 اوس پراته له تورو خاورو خوا پخوا

حال یې درست عبد القادر و ته ښکاره شو
 ځکه هسې مذمت کا له دنيا