

عبدالقادر خان خټک
نشته
په جهان کې څوک په دا قد و بالا
څه عجب صورت دی تَبَارَکْ وَتَعَالا
هيڅ
سودا ونشوه ځنې تش لاسونه لاړم
ډير دي په دا ښهر کې لایق د خريد لا
کله
به خپل يار و ته بلې د نَعم وکړم
که تل به یې جواب کوو په سوال کې لم يلا
هر
چې دا خواهش کا چې په کړم په ښکليو مينه
بويه چې يو ځل د ناموس مينه کا تالا
ډېر
په شيوه دروي خدای دې ژغوره له نظره
زيات تر نورو کښليو خيال دماغ دی دې تالا
واړه
ښایسته که لکه ګل د يوه باغ دي
لا زما دلبره پکې شان لري والا
دا څه ویېل نه دي چې عبد القادر یې وایې
پيیلي مې د نظم په تار دي لؤلو لالا