...

عبدالقادر خان خټک

عشق د کُل بلاوو سر دی خدای دې څوک پر اخته نه کا

همګي د غم لښکر دی خدای دې څوک پرې اخته نه کا

له وطنه سړی ورک کا وعالم وته یې سپک کا

دا همه د ده اثر دی خدای یې دې څوک پرې اخته نه کا

پایمال مال ومنال کا بد یې رنګ بد یې احوال کا

خوار کا تا که د توانګر دی خدای دې څوک پرې اخته نه کا

نه سړی ترې نه رغيږي چې دارو کا لا خوږيږي

تر نا سور یې رنځ بدتر دی خدای دې څوک پرې اخته نه کا

هم تيره دی هم تاريک دی تر ويښته نه لا باريک دی

ګويا جسر د سقر دی خدای دې څوک پرې اخته نه کا

سوزنده لکه آتش دی تر اتشه لا سرکش دی

په ظاهر که منور دی خدای دې څوک پرې اخته نه کا

چې عاشق عبد القادر شو حال یې کُل و ته ظاهر شو

دا ویل کا، ترې خبر دی خدای دې څوک پرې اخته نه کا