

عبدالقادر خان خټک
که
د خوږو په دعا فرښتې آمين کا
زر
په جمع پريشان رب العالمين کا
د
وِصال په دولت ناسته غافل مه شه
جدایي و واصلانو ته کمين کا
تړق
به وچوي له غمونو که نوميد شي
د
ښاديو په اُميد ښاري غمګين کا
د
خندا طالبه! تل په ورشه ژاړه
چې
وژاړې خندا هله ياسمين کا
د
قصاب له چړې خوف د لاغر نشته
په
رمه کې تل پوښتنه د سمين کا
قُوت
خو هومره چې قوّت ځنې حاصل شي
که
په ټوک وي د اوربشو که غنمين کا
جهان
څه چې جهانونه به ګډوډ شي
که
د تلليو حال ښکاره ورته زمين کا
د خوږ زړه دارو په دا عبد القادر کا
چې د خوږو په دعا فرښتې آمين کا