...

عبدالقادر خان خټک

خدای به زر پريشان ياران سره يوځای کا

بدخواهان به سر وهي هم به های های کا

په جهان کې نوې نوې بازي کېږي

لا يوه تمامه نه، بله بر پای کا

د بهار د ګلو ګشت کولی نه شم

خپلې اوښکې راته مزکه ګِل ولای کا

تل به وار د رقيب جوړ را باندې نه وي

زمونږ وار به هم پرې ساز شي که یې خدای کا

دا دنيا راته ښکاره قمار خانه شوه

هر څو ډېر که وُګټي آخر یې پای کا

بندګي په پيري نه ده په ښه خوی ده

بُوم به کله په وزرو ځان همای کا

زخمي شوی یې لر لور عبد القادره!

څوک اُوه اُوه ځنې آه آه ځنې وای وای کا