...

عبدالقادر خان خټک

څوک چې مينه په دنيا لا په عقبی کا

ته پوهېږې سراسر واړه خطا کا

که د وصل له لذته یې خبر شي

د بهشت و نعمتونو ته به شا کا

د زاهد حيله د حور او د قصور ده

عاشقان یې و ديدن ته تمنا کا

چې اعلی وي په اعلی به یې نظر وي

چې ادنی وي همګي چارې ادنی کا

د خزان دوک یې ليدلی دی په سترګو

چې بلبله په ګلزار راشي غوغا کا

چې یې شا په شا په کټ کې ناستې نه شي

دا فلک یې په هيواد حُبله جُدا کا

چې صبا به له مجلسه جدا کېږي

شمع ځکه درسته شپه د سوز ژړا کا

چې د وصل په دولت وي سره جمع

زمانه به یې جدا په واويلا کا

هر چې يار کا هم هغه د ده غليم شي

څه به نور عبد القادر ياري له چا کا