...

عبدالقادر خان خټک

چې یې ستا خوږې خبرې زړه صاف نه کا

د طهور شراب هغو و ته لاف نه کا

خدای پخپله ستا صفت دی بيان کړی

نشته شی چې مدحه ستا د اوصاف نه کا

چې یې ستا په شريعت قدم ثابت کړه

له صراطه دې هغه سړی خاف نه کا

چې خلاف دې له سُنت کا ځای یې اور دی

که له فرض او له واجبو خلاف نه کا

خدای به خپل ګنهګار عفوه ستا په روی کا

ولې ستا ګنهګاران به معاف نه کا

په طواف یې مفتخر عبد القادر کړه

خوار شي څوک چې تر روضه یې طواف نه کا