

عبدالقادر خان خټک
ساقي پاڅه پياله راکړه پانړې بيد کا
د بهار د راتلو باغ و ته نويد کا
ستا په ميو کې نشه د يکرنګۍ ده
چې تر فهمه مې يکرنګ سيه سفيد کا
د رقيب خاطر به ويلې لکه يخ شي
که يار مخ راته ښکاره لکه خورشيد کا
سيه چشمو څخه بوی د وفا نشته
له دې بابه به څوک څه ورته اُميد کا
چې په عشق سره ژوندی وي هغه نه مري
خدای توانېږي که زما عمر جاويد کا
زړه يې درست له ما نه يووړ لا يې ګوره
چې لا څو سِحر دَمونه مکر و شيد کا
دا ځل ډېر عبد القادر ځنې سودمند شو
چې به بيا په ښايسته ؤ اعتميد کا