

عبدالحمید مومند
که د غم په ډبلو شم رېز مرېز
نه مې صبر شي له ښکلیو نه پرهېز
د جهان ځار و قربان ځار و قربان شه
د خوبانو د ښکنځو تر مکېز
چې نظر په نوخېز حسن کړم د ښکلیو
راته هیڅ شي د بهار د ګلو خېز
زه د یار په مهرآمېز قهر پوهېږم
چې توسن د شوخو سترګو کا مهمېز
په نظر د مړاوو سترګو ویسامه کړه
چې ګوزار کاندي په سسته لینده تېز
شور ماشور کاندي خلوت په خلوتیانو
چې وروښيي جمال فتنه انګېز
په سینه زما سیده کاهزار غشي
چې په قهر راته وګوري تېز تېز
ماتوي ښکلی نظر په رقیب باندې
وي کودی و مخ ته ایښی د پالېز
وچ ګوګل زېړه ګونه اوښلنې سترګې
په دعوی کې د عشق بویه دستاوېز
که يې لب د شکرلب زبېښلي نه دي
د حمید زبان په څه شه شکر رېز