

عبدالحمید مومند
منت بار دې یم د ږيرې د آغاز
چې يې کم کا ستا د حسن کبر و ناز
چې غریب شه په وطن د نوخطۍ
ګوندې اوس شي په کرم غریب نواز
واړه مشق د خونریزي کړي در پوهېږم
دا چې ناست يې پټې سترګې لکه باز
چې په دا هومره سینګار سره سازېږې
خدایزده بیا کوې د چا د قتل ساز
دا زما په سرکوزي نه يې نور څه يې
چې رقیب دې په دې دشنام کړ سرفراز
لکه موم سوز و ګداز مومي له اوره
هسې زه مومم له تا سوز و ګداز
د رقیب د پند پومبه دې پکې ایښې
چې دې نه لګي په غوږ زما آواز
جنګوم اور و پومبه له نادانیه
چې جلب د ستا د ناز نیسم په نیاز
لا به کله په وصال د یار کوتاه شي
امیدونه د حمید درو و دراز