

ملا لتاړ
خدای لا شریک بوله هم ثنا کړه د حبيب
واړوه د زهرو جام له لاسه د رقيب
څيرې د حرص جامه له تنه کړه عاقله
کښينه بې حرصه په قسمت او په نصيب
واړه برابر په دنیا نه دی پيدا شوی
شته په دا جهان کې زورور خوار و غريب
عمر دی تيريږی لکه بحر چې بهيږی
لری له خاطر کړه د دنیا کار و ترتيب
زيرمه د توښې کړه ورځ د کوچ ګړيال غږيږی
هسې چار په زړه کې چې ښه خدای ته شي قريب
ځکه په بهار باندې خندا هوسی چغار کا
سوي چې سينه وي په خزان د عندليب
زخم د (لتاړ) په زړګی ايښی دی يارانو
روغ به ترې هاله شي که ښه خدای یې شي طبيب