...

ملا لتاړ

يادوي چې په دنیا کې هر زمان رب

 هغه کس په کاله درده په امان رب

په دنیا به هيڅ له غمه خبر نه وی

 په عقبا به ورله ور کا ښه مکان رب

ور عطا به کا نعمت ډير بې حسابه

 له لذته به یې پور کاندي دهان رب

ننداره به کاد هورو په بهشت کې

 پرې به اوسی تل تر تله مهربان رب

د بلبل په څير به الوزی په ګلو

 ور ته لری به کا ور د ګلستان رب

په براق باندې به سور ګرځی يارانو

 ور پسی به نور وګړی کاسپاهيان رب

په سر باندې به یې تاج د شاهی کيږدی

 ور له وربه کا هری چاری توان رب

بهره ور به یې په وصل د ديدار کا

 لری لری به ترې غم کا د هجران رب

اوريدلی ما (لتاړ) دی له ښو خلکو

 خوار به نه کا په دوه کونو صالحان رب